Skip to content
PohantoonPohantoon
  • Category
    • No Category Found
  • پوهنتون
  • پلورنځی
  • یوتیوب
  • په اړه
  • اړیکه
  • Blog
0

Currently Empty: $0.00

Continue shopping

Try for free
PohantoonPohantoon
  • پوهنتون
  • پلورنځی
  • یوتیوب
  • په اړه
  • اړیکه
  • Blog

مرکب څه شی دی؟

  • Home
  • Uncategorized @ps
  • مرکب څه شی دی؟
Breadcrumb Abstract Shape
Breadcrumb Abstract Shape
Breadcrumb Abstract Shape
Uncategorized @ps

مرکب څه شی دی؟

  • دسمبر 30, 2020
  • Com 0

د مادې په لوست کې مو وویل چې ټول شیان له مادې څخه جوړ دي.
هر هغه شی چې کتله ولري او په فضا کې یې یو ځای نیولی وي، ماده بلل کېږي.
 ماده له اتومونو او مالیکولونو څخه جوړه شوې ده.

ماده په دوه ډوله ده: خالص مواد او مخلوط مواد.
خالص مواد: هغه مواد دي چې له یو ډول ذرو څخه جوړې شوي او د ثابت اتومي یا مالیکولي ترکیب لرونکي وي.

خالص مواد په دوه ډوله دي: عنصر او مرکب
عنصر: عنصرونه هغه خالص مواد دي چې له یو ډول اتومونو څخه جوړ شوي وي. عنصرونه لکه: اکسیجن، کاربن او نور…
د عنصر اساسي واحد ته اتوم وايي.

کیمیاوي مرکب څه شی دی؟

مرکب عبارت له هغو موادو څخه دی چې د دوو یا څو مختلفو عنصرونو د کیمیاوي تعامل په نتیجه کې منځته راغلی وي. لکه: کاربن دی اکساید، اوبه، امونیا،Al2(SO4)3, H2O NH3, Co2, NaCl, …
مرکبونه خالص مواد دي.

د مرکب جوړونکي عنصرونه په مرکب کې خپل لومړني خواص له لاسه ورکوي.  
د بېلګې په توګه: د اوبو مرکب د دوه اتومه هایدروجن او یو اتوم اکسیجن څخه جوړ شوی؛ په عادي توګه مایع وي، خو هایدروجن (H2) او اکسیجن (O2) دواړه په عادي تودوخه کې ګازونه دي او هر یو یې ځانګړي خصوصیات لري، کله چې یو ځای شي او کیمیاوي ترکیب جوړ کړي،‌ خواص یې بشپړه توګه بدلون مومي.

بله بېلګه: اکسیجن یو داسې عنصر دی چې د هغه په نشتوالي‌ کې اور نه بلېږي، یعنې هغه په سوځولو کې مرسته کوي او په مقابل کې هایدروجن هغه عنصر دی چې پخپله د سوځېدو قابلیت لري ، خو که په یو ټاکل شوي نسبت له یو بل سره یوځای شي او یو کیمیاوي تعامل په کې صورت ونیسي، اوبه لاسته راځي، چې اوبه نه سوځوي او نه د سوځېدلو سره مرسته کوي بلکه برعکس د اور‌ وژنې خاصیت لري.
شکل : اکسیجن (ګاز) + هایدروجن (ګاز) = اوبه (مایع)

د ټولو مرکبونو کوچني جوړونکي ذرې مالیکولونه دي. یانې د مرکب اساسي واحد مالیکول دی. لکه د اوبو مالیکول د دوه اتومه هایدروحن او یو اتوم اکسیجن څخه جوړه ده.
یادونه: ځینې عنصرونه په مالیکولي شکل پيدا کېږي، لکه: نایتروجن N2، کلورین Cl2، فاسفورس P4، سلفر S8… خو توپیر یې د مرکب څځه په دې کې دی چې ددوی اتومونه ټول یو شان دي او مرکب له مختلفو اتومونو څځه جوړېږي. بناء داسې مالیکولونه چې د یو ډول اتومونه څخه جوړ وي، مرکب نه بلل کېږي.

Share on:
Editorial Team

From Pohantoon Editorial Team.

د کیمیا کورسونه
Netflix’s take on Wednesday Addams is the ultimate transfer student in series’ new trailer

Search

Latest Post

Thumb
تعریف تفکر
اگست 27, 2022
Thumb
Please, Lego, let this engineer bring your
اگست 21, 2022
Thumb
Hue dials it up with its newest
اگست 21, 2022

Categories

  • Uncategorized @ps (21)
  • د اسلام له نظره (1)
  • ښوونه او روزنه (1)
  • فلسفه او منطق (1)
  • کتاب او مطالعه (1)
  • کورسونه (4)

ټگونه

تعریف تفکر
logo-dark

Lorem ipsum dolor amet consecto adi pisicing elit sed eiusm tempor incidid unt labore dolore.

Add: 70-80 Upper St Norwich NR2
Call: +01 123 5641 231
Email: info@edublink.co

Online Platform

Links

Contacts

Enter your email address to register to our newsletter subscription

Icon-facebook Icon-linkedin2 Icon-instagram Icon-twitter Icon-youtube
Copyright 2026 EduBlink | Developed By DevsBlink. All Rights Reserved
PohantoonPohantoon
Sign inSign up

Sign in

Don’t have an account? Sign up
Lost your password?

Sign up

Already have an account? Sign in
  • English
  • پښتو